FANDOM


صلوه تسبيح 4 رکعته نفل لمونځ دی چې د نيمې شپې په وخت کې ترسره کېږي. څوک کولائ شي دغه لمونځ د شپې له دوؤ بجو نه تر څلورؤ بجو په مېنځ کې وکړي.

نيتسمول

نيت کوم د زړه له اخلاصه څلور رکعته نفل د صلوه تسبيح لمونځ په دې حاضر وخت د نيمو شپو خاص خدايه تا لره. مخ مې د بيت الله شريف په لورې الله اکبر

لمړی اعوذ بالله بيا بسم الله ددې نه پس سبحانه کلاهمه. د سبحانه کلاهمې نه پس 5 واره قل هو الله احد ددې نه پس الحمدو لله يا سوره فاتحه. د سوره فاتحه نه پس 15 واره دغه آيت لوستل

بسم الله سبحان الله والحمد لله و لا اله الا الله الله اکبر و لا هول ولا قوه الا بالا و هو العلي العظيم

ددې نه پس الله اکبر ويل او بيا په رکوع تلل دي چې پکې درې ځله سبحان ربيع العظيم ويل کېږي بيا به 10 واره بيا همدغه پورتنې آيه واېې او بيا به د سميع الله ولمن حمده په ويلو تيار سی ودرېږې او بيا به همدغه پورتنې آيه 10 وارې وواېې او بيا د الله اکبر په ويلو سجدې ته ځې. په سجده کې بيا 10 واره سبحان ربيع العلی وايې او 10 واره به همدغه پورتنۍ آيت وايې او 10 واره يې په کېنستو وايې او دوهمې سجدې ته بيا ځې او د اولې سجدې په شان ټول حرکات تکراروې.

په دوهم رکعت کې لکه د اول رکعت پشان ټول حرکات تکراروې او بيا د دوهمې سجدې وروسته کېنې او التحيات وايې. دا ټول حرکات تر آخري رکعت پورې تکرارېږي خو په آخر رکعت کې پس له التحياتو نه درود شريف او دعا ويل کېږي.

Ad blocker interference detected!


Wikia is a free-to-use site that makes money from advertising. We have a modified experience for viewers using ad blockers

Wikia is not accessible if you’ve made further modifications. Remove the custom ad blocker rule(s) and the page will load as expected.

Also on FANDOM

Random Wiki